د کرونا ضد واکسين د دې ويروس د ډيلټا بڼې د مخنيوي لپاره لا هم ښه اغېز لري
CRI2021-08-01 15:03:22
شريکول:

د چين د روغتيايي چارو ملي کميټې وياند مي فنګ د جولای په ۳۱مه نېټه د کرونا وبا د وقايي او کنټرول په اړه يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې اوسمهال په زياتو هېوادونو کې د کرونا وبا نوې څپې رامنځته شوي او د کرونا ويروس ډيلټا بڼې د کرونا وبا ضد مبارزه له نويو ننګونو سره مخ کړې ده.

د چين د ناروغۍ د کنټرول مرکز څېړونکي فنګ ځه جيان په دغه مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې په وروستيو ورځو کې بېلا بېلو هېوادونو او د روغتيا نړيوال سازمان د کرونا ويروس د ډيلټا بڼې په اړه ډېرې څېړنې کړې دي. د روغتيا نړيوال سازمان د څېړنو له مخې، د دغې بڼې د خپرېدو کچه د کرونا د نورو بڼو په پرتله يوه چند زياته ده او د سختو ناروغيو د رامنځته کولو امکانات يې هم تر نورو زيات دي.

خو د چين د کارپوهانو په اند، د کرونا وبا ضد واکسين د ډيلټا بڼې د دفاع او مخنيوي لپاره ښه رول لري. د چين کارپوه شاو يي مينګ وويل، چې د نړۍ په بېلا بېلو ځايونو کې کم شمېر کسان لیدل شوي، چې د واکسين له تزريق وروسته بیا هم په دغه ویروس اخته شوي وي، خو دا عادی حالت دی. ده زیاته کړه، چې هر واکسين سل په سلو د کرونا دفاع نه شي کولی، خو اوس د کرونا بدل شوې بڼې لا هم د واکسينونو تر کنټرول لاندې دي.