۳۴ تاريخي ځايونه د نړيوالو ميراثونو په ليست کې اضافه شوي
cri2021-08-01 11:11:25
شريکول:

د ميراثونو ۴۴ مه نړیواله غونډه د جولای پر ۳۱ مه  د چين په فو جو ښار کې پای ته ورسېده.

په دغه غونډه کې د ملګرو ملتونو د ښوونې، ساينس او کلتور سازمان يا يونيسکو په لومړي ځل په انلاين ډول د نړيوالو ميراثونو اړوند موضوعات تر سنجش لاندې نيولي او پرېکړه يې کړې، چې  ۳۴ تاريخي ځایونه د نړیوالو ميراثونو په لېست کې اضافه کړي.

په دغه غونډه کې (( فو جو اعلاميه)) خپره شوه او په کښې ټينګار شوی، چې د نړيوال کلتوري او طبيعي ميراثونو د ساتلو پروتوکول دې پلی شي، د نړیوالو ميراثونو د ساتلو په برخه کې دې نړيوالو همکاريو ته دوام ورکړل شي، بېلابېل هېوادونه دې پر نړيوالو ميراثونو د اقليمي بدلون منفي اغېزو ته  زياته توجه وکړي ، د نړيوالو ميراثونو د ساتلو ګډ مسئوليت دې پر غاړه واخلي او له مخ پر ودې هېوادونو په تېره بيا افريقايي هېوادونو او لويو ټاپوګانو سره دې زياتې مرستې وکړي، څو د انسانانو راتلونکو نسلونو ته يوه پرانيستې، دوامداره پرمختګ لرونکې، ښکلې او پاکه نړۍ وسپاري.