د چين پوځ د نړيوالې سولې او ثبات د ساتلو کلک قوت ګڼل کيږي
cri2021-08-01 14:57:16
شريکول:

د اګست لومړۍ نيټه د چين د ازادي بخښوونکي پوځ د جوړېدو د يادونې له ورځې سره برابره ده. په دې وروستیو ورځو کې د چين ازادي بخښوونکی پوځ په فعاله توګه په پوځي چارو کې له نورو هېوادونو سره همکارۍ کړې او نړيوالې ټولنې ته يې عامه امنيتي توليدات برابر کړي دي. چين له دې لارې نه يوازې د یو لوی مسؤل هېواد په  څېر ښکاري بلکې د نړيوالې سولې او ثبات د ساتلو لپاره يې خدمتونه کړي او کوي يې.

د جولای په دېرشمه نېټه د ۲۰۲۱ کال لپاره د کوبرا په نوم د څو هېوادونو د بشري مرستو او د ناورينونو د کمښت ګډ تمرينونه د تايلنډ په رايونګ کې پيل شول.د کرونا وبا تر منفي اغيزې لاندې د چين،امريکا او جاپان په شمول د نهو هېوادونو څه باندې ۴۰ پوځي افسرانو او سرتېرو په ويډيويي ډول په دغو ګډو تمرينونو کې ګډون وکړ. د چين ۱۲ کسيزه ډله د دې تمرينونو په اړوندو فورمونو کې برخه اخيستې ده. د دې ډلې چيني مسؤل پنګ شياو فۍ وويل، چې د دغو تمرينونو په اړه مو د چين لايحه وړاندې کړې او د چين پوځ ښه څېره مو ښکاره کړې تر څو د څو اړخيزې همکارۍ لپاره مثبته زمينه برابره کړو.

دغه تمرينونه د جنوب ختيځې اسيا په سيمه کې د اغېز لرونکو ګډو تمرينونو په توګه هر کال په تايلنډ کې تر سره کيږي. چين له ۲۰۰۲ کال څخه د يوه کتوونکي هېواد په توګه په دغو تمرينونو کې ګډون کړی و او په ۲۰۱۴ کال کې يې په لومړي ځل دغو تمرينونو ته خپله لومړۍ ډله وليږله. په دې تمرينونو کې له ګډون راهيسې چين په ناورينونو کې د ژغورنې کارونو د تر سره کولو لپاره خپلې تجربې او پوهې برابرې کړې، چې دا د ستاينې وړ ده.

په دې وروستيو کلونو کې د چين پوځ له څو لارو څخه په پوځي برخه کې له نورو هېوادونو سره د نظريو تبادلې وکړې او د نړيوالې دفاعي همکارۍ د پرمخبيولو لپاره يې خپلې هڅې کړي، چې ور څخه  نه يوازې د څو اړخیز امنيت په دفاعي همکارۍ کې د چين د ګډون فعاله رويه بلکې نړيوالو ته د چين د پوځ ښه څېره ښکاريږي. د چين د دفاع وزارت وياند وو چيان په دې وروستيو ورځو کې وويل، چې د چين ازادي بخښونکی پوځ به د اګست له ۲۲مې نيټې څخه د سپتمبر تر ۴مې نيټې پورې د چين په دننه کې د ۲۰۲۱ کال لپاره د نړيوالو پوځي سياليو ځينې سيالۍ تر سره کړي او په ځينو نورو سياليو کې د ګډون لپاره به روسيې، بلاروس، ازبکستان او ايران ته خپل ټيمونه وليږي.

سربېره پردې د چين پوځ په دې وروستيو کلونو کې د م. م له سولې ساتونکو عملياتو څخه خپل ملاتړ زيات کړی او نه يوازې د لبنان او اسرائيل ترمنځ د اوربند په لنډمهالي سيمه کې بلکې په جنوبي سوډان، کمبوديا، کانګو او ليبيا په شمول ډېرو سيمو کې يې خپل رول لوبولی دی او لوبوي يي.

 ويل کيږي، چې د چين سوله ساتونکي افسران او سرتېري د شخړو د سوله ييز حل وفصل، د سيمه يیز امنيت او ثبات د ساتلو او په سوله کې د پرمختګ د موندلو لپاره ډېرې هلې ځلې کوي.

د چين د دفاع وزارت وياند ژون ګوو چيانګ وويل مختلف هېوادونه، چې برخليکونه يې يو له بل سره تړاو لري، د چين پوځ به د خپلو رښتينو عملياتو له لارې د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره خپلو هڅو ته ادامه ور کړي. هغه زياته کړه، چې د چين پوځ به په فعاله توګه له بېلا بېلو هېوادونو سره پوځي اړيکې لاټينګې کړي او په نړيوالو امنيتي ادارو کې به ګډون وکړې، تر څو د خپلو دولتي ګټو او  نړيوالې سولې د ساتلو او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره نوي خدمتونه وکړي.