د چين لخوا مرسته شوی د کرونا ضد واکسین يوګانډا ته ورسيد
CRI2021-08-01 15:02:10
شريکول:

د چين لخوا مرسته شوی د کرونا ضد واکسین د جولای په ۳۱مه نېټه يوګانډا ته ورسيد. په يوګانډا کې د چين لوی سفير جانګ لي جونګ، د دغه هېواد د روغتيا وزيرې جان روس اچينګ او په دغه هېواد کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق استازي د دغه هېواد د درملو په دولتي ګدام کې د دغه واکسين د سپارلو په مراسمو کې ګډون وکړ.

اچينګ د کرونا وبا د وقايي او کنټرول په چارو کې له پرمختيايي هېوادونو سره د چين له مرستو مننه وکړه او ويې ويل، چې د چين واکسين به په يوګانډا کې د کرونا ضد واکسين د کموالي ستونزه حل کړي او په دغه هېواد کې به له خلکو سره په واکسین کولو کې مرسته وکړي.