د امريکا د خبري رسنيو په قول د دغه هېواد د فلوريډا ايالت د روغتيايي چارو څانګې په ويبپاڼه کې مخکې د ۲۰۲۰ کال په جنورۍ او فبرورۍ کې پر کرونا د ۱۷۰ اخته کسانو ارقام ريکارډ شول، خو دغه ارقام د همدې کال د مې په څلورمه نېټه ماښام ډيليټ شول.
د تامپا باي ټايمز خبر ورکړ، چې د فلوريډا ايالت د روغتيايي چارو څانګې يوې کارکوونکې ريبيکاح جونس د دغه ارقام د ډيليټ حکم له تر لاسه کولو وروسته اړوند چارواکي ته ويلي، چې دا يوه ناسمه کړنه ده. هغې د دغه چارواکي د غوښتنې له مخې دغه حکم عملي کړ، خو د مې په ۱۸مه نېټه د دغه چارواکي لخوا له دندې ګوښه شوه.
د پالم بيچ پوسټ خبر ورکړ، چې په دغو ۱۷۱ ناروغانو کې هيڅ يو تن چين ته سفر نه و کړی او په کې ۱۰۳ تنه نارغان هیچېرې تللي نه وو. د شنونکو په باور په فلوريډا ايالت کې د کرونا وبا پېښې د حکومت لخوا د کرونا د لومړۍ خپرې شوې مثبتې پيښې په پرتله وختي وې.
د والسټريټ ورځپاڼې خبر ورکړ، چې د امريکا د ناروغۍ د کنټرول مرکز ساينس پوهانو د ۲۰۲۰ کال د نومبر په ۳۰ مه نېټه د يو راپور په خپرولو سره ښکاره کوي، چې د ۲۰۱۹ کال د دسمبر په منځ کې د کرونا مثبته پېښه په امريکا کې رامنځته شوې ، چې په چين کې د خپرې شوې پيښې په پرتله څو اونۍ مخکې وه.