د المپيک کلتور خپروونکی هوه کون: د المپيک اصلي مفکوره پر سولې تمرکز کوي
CRI2021-08-01 17:54:28
شريکول:

د توکيو د اولمپيک لوبو د پرانيستلو په وخت کې مو دلته په بېجينګ کې د اولمپيک نړيوالې کمېټې د کلتور او تاريخي اثارو د شورا غړي او د اولمپيک کلتور له خپروونکي هوه کون سره مرکه وکړه. هغه له ۲۰۱۲م کال څخه يا په تېرو نهو کلونو کې د ۲۶ هېوادونو له ۴۷ ښارونو څخه ليدنې کړي او ياد ښارونه د اولمپيک د ژمنيو، دوبنيو او ځوانانو نړيوالو لوبو کوربه ښارونه پاتې شوي دي. بر سېره پردې، نوموړي د اولمپيک د څو دورو مشالونه ليږدولي او د اولمپيک لوبو د يادګارۍ توکي يې راغونډ کړي دي. د ده مېرمنې په اولمپيک لوبو کې دوه ځله د تکواندو په مسابقو کې د سرو زرو مډالونه ګټلي دي.

نوموړي په مرکه کې له موږ سره د اولمپيک د نوی شعار، کلتور او روحيې په اړه معلومات شريک کړي او افغان لوبغاړو ته يې نيکې هيلې وړاندې کړي دي.