په افغانستان کې د ترافیکي پېښو له امله شل تنه مړه شول
CRI2021-08-01 15:03:01
شريکول:

د افغانستان اړوند چارواکي د جولای په ۳۱مه نېټه وويل، د دغه هېواد په ختیځ لغمان ولايت کې په همدې ورځ دوې جلا ترافيکي پېښې رامنځته شوې، چې له امله يې ۲۰ تنه مړه او ۱۸ تنه ټپيان شول.

د لغمان ولايت حکومتي وياند اسدالله دولتزي په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې لومړۍ ترافيکي پېښه د دغه ولايت په قرغه یي سيمه کې رامنځته شوه او پکې يو بس له يو موټر سره ټکر شو، چې له امله يې ۸تنه مړه او ۱۰ تنه ټپيان شول. بله پېښه د دغه ولايت په عزيز خان کڅ سيمه کې رامنځته شوه، چې له امله يې ۱۲تنه مړه او ۸تنه ټپيان شول.