اتريشي رسنۍ: اروپايي تصدۍ د چين بازار ته اړتيا لري
cri2021-08-01 11:12:12
شريکول:

اتريش نيوز ورځپاڼې د يوې ليکنې په خپرولو سره ويلي، چې اروپايي تصدۍ د چين بازار ته ډېره اړتيا لري.

په دغه ليکنه کې د چين د ګمرکاتو ادارې د ارقامو له مخې لیکل شوي، چې د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې اروپا ته د چين په لويديځ د شينجيانګ سيمې صادرات د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪۱۳۱ زياتوالی ښيي او په صادر شوو توکو کې پمبې، له رومي بانجانو جوړ خواړه او د باد برېښنا وسايل ډېره برخه لري.

په دغه ليکنه کې د بريتانيا د  تاريخ پوه تيموسي ګارټون اش (Timothy Garton Ash) له قوله ليکل شوي، چې د فولکسواګن(Volkswagen) کمپنۍ له بېلګې څخه څرګنديږي، چې لويديځې تصدۍ د چين بازار ته دومره اړتيا لري، چې له چيني بازار پرته پرمختګ نه شي کولی. د دغې کمپنۍ ٪۴۰ موټرونه چين ته ځي او دغه کمپنۍ د دغه هېواد په شينجيانګ سميه کې يوه فابريکه پرانيستې ده.

د چين د ګمرکاتو عمومي ادارې د شمېرنو له مخې، په تېرو پنځو کلونو کې د دغه هېواد د بهرنۍ سوداګرۍ عمومي ارزښت ٪۱۷.۲ زيات شوی چې تر نورو هېوادونو زيات دی.