ځينو سياستوالو او خبري رسنيو توطيه په معقول اټکل بدله کړې
CRI2021-08-01 16:22:15
شريکول:

د سي جي ټي ان سروې دلته کتلی شئ :

https://www.cgtn.com/tv/replay?id=DAdCcA

د چين او د روغتيا نړيوال سازمان د کارپوهانو ګډ ګروپ د روان کال له جنورۍ څخه تر فبرورۍ پورې د چين په وو هان ښار کې د کوويډ-۱۹ د ريښې لټولو کارونه تر سره کړل او په مارچ کې يې د يو ګډ څيړنيز راپور په خپرولو سره ويلي، چې د وو هان ښار له لابراتوار څخه د کوويډ-۱۹ د خپرولو امکان نه شته.

خو دغه خبر د مې په مياشت کې بدل شو. د والسټريټ ورځپاڼې خبر ورکړ، چې د ۲۰۱۹م کال په نومبر کې د وو هان ښار د لابراتوار ۳ څيړوونکي د ناروغۍ له امله په روغتون کې تر درملنې لاندې شوي. سره له دې چې چين څو څو ځلې له یادې ورځپاڼې څخه غوښتنې کړې، چې د دغو دريو کسانو نومونه خپاره کړي، خو تراوسه يې هيڅ غبرګون نه دی تر لاسه کړی.

خبري رسنيو د دغه خبر د بدلولو په بهير کې څه منفي رول لوبولی دی؟ سي جي ټي ان د پنځو لويديځو رسنيو ۲۳۸ راپورونه کتلي او څېړلي او پيدا کړې يې ده، چې ځينو سياستوالو او خبري رسنيو لمسوونکي کارونه کړي او په بريالي توګه يې يوه توطيه په معقول اټکل بدله کړې.