د چين لخوا مرسته شوی د کرونا ضد واکسین زانزيبار ته ورسيد
CRI2021-08-01 15:02:37
شريکول:

د چين لخوا مرسته شوې د کرونا ضد واکسين د جولای د ۳۱مې نېټې له غرمې وروسته د تانزانيا زانزيبار سيمې ته ورسيد. د دغې سيمې د سوداګرۍ او صنعتي چارو څانګې مشر عمر شابان او په یاده سيمه کې د چين عمومي قونسل جانګ جي شنګ د زانزيبار په هوايي ډګر کې د واکسين د سپارلو په مراسمو کې ګډون وکړ.

شابان د زانزيبار د حکومت په استازيتوب له چين څخه مننه وکړه او ويې ويل، چې د چين لخوا بسپنه شوي واکسين به نه يوازې په دغه ځای کې د کرونا وبا د وقايي او کنټرول په برخه کې مهم رول ولوبوي، بلکې د دواړو خواوو تر منځ عنعنوي دوستي به لا ټينګه کړي.