د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د جولای د ۳۱مې نېټې په شپه د افغانستان په جنوب د کندهار پر نړيوال هوايي ډګر راکټي بريد وشو چې له امله يې دغه هوايي ډګر د اګست له لومړۍ نېټې نه بند شوی دی.
د کندهار ولايت يوه چارواکي چې د خپل نوم له ورکولو يې ډډه کړی، څرګنده کړه چې وسله والو طالبانو د جولای د ۳۱مې نېټې په شپه پر ياد نړيوال هوايي ډګر ۳ راکټونه وويشل او دوه يې پر ځغاستليکې لګېدلي دي. د دغه بريد له امله د ياد هوايي ډګر ځغاستليکه زيانمنه شوې او د ترميم چارې يې روانې دي. دغه بريد هېچا ته مرګ ژوبله نه ده اړولې.
( سپوږمۍ)