اروپايي کارپوه:هغه تورونه چې وايي کوويډ-۱۹ د چين له لابراتوار څخه خپور شوی، سياسي بڼه لري
cri2021-08-02 15:00:39
شريکول:

د سويس د جنيوا پوهنتون پروفيسر او مشهور روغتيا پوه ډيډير پيټيټ د جولای په ۳۱ مه نېټه د روسیې له سپوتنيک(Sputnik)خبري اژانس سره د مرکې پر مهال وويل، چې تراوسه داسې شواهد نه دي وپيدا شوي، چې ښيي کوويډ-۱۹ ويروس د چين د وو هان له لابراتوار څخه خپور شوی او پدې اړه پر چين لګېدلي تورونه سياسي بڼه لري او د شخصي ګټو لپاره پرې لګول شوي دي. نوموړي دې ته په اشارې وويل، چې له لابراتوار څخه د ويروس د خپرېدو لومړۍ پېښه په امريکا کې رامنځته شوې او دغه پېښه ښايي د خلکو لخوا هيره شوې وي.