د مصر ځواکونو د اګست په لومړۍ نېټه په يوه اعلاميه کې ويلي، چې دوی د دغه هېواد په شمال لويديځ سينا سيمه کې د ترهګرۍ ضد پوځي عملياتو کې ۸۹ ترهګر وژلي،۴۰۴ ماينونه يې ويجاړ کړي او ۷۳ توپکونه او ۵۲ موټرونه يې نيولي دي. خو د دغو عملیاتو وخت يې نه دی په ډاګه کړی.
په دې اعلاميه کې يې دا هم ويلي، چې په دې عملياتو کې د مصري ځواکونو ۸ سرتېرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.