کيم يو جنګ : د کوريا جمهوريت او امريکا ګډ پوځي تمرين بايد لغوه شي
cri2021-08-02 10:51:09
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت خبري اژانس خبر ورکړی، چې د دې هېواد د کارګرو ګوند د مرکزي کمېټې مرستيالې کيم یو جنګ د اګست د لومړۍ نېټې په شپه د کوريا له جمهوريت څخه غوښتي، چې د دغه هېواد او امريکا تر منځ ګډ پوځي تمرين بايد لغوه کړي.

نوموړې زياته کړې، چې د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت او د کوريا جمهوريت د مشرانو تر منځ ليدنه به په دې نژدې راتلونکې کې تر سره نه شي.

هغې په خپلو خبرو کې دې ته په اشارې ويلي، چې ياد تمرين د دواړو هېوادونو تر منځ د اعتماد بيا اعادې او د اړيکو بيا ټينګېدو په لاره کې خنډونه جوړوي. د نوموړې په وينا، د کوريا ديموکراتيک ولسي کوريا حکومت او پوځ بايد تمرين له نژدې څاري او که تر سره شي، نو مناسب ځواب به ورکړي. (شکريه)