د چين لوبغاړی سو بينګ تيان د سلو مترو په واټن د ځغاستې په سيالې کې د اسيا ريکارډ جوړ کړ
CRI2021-08-02 15:09:13
شريکول:

چين د اګست د لومړۍ نيټې تر ماښام پورې د توکيو په اولمپيک لوبو کې د ۲۴ سرو زرو مډالونو په شمول۵۱ مډالونه ګټلي دي. په همدې ورځ د چين لوبغاړي سو بينګ تيان د سلو مترو په واټن د ځغاستې په پايلوبې کې په ۹اعشاريه ۹۸ ثانيو کې ياد واټن وواهه او شپږ مقام يې تر لاسه کړ. نوموړي د اولمپيک لوبو د سلو مترو په واټن د ځغاستې په پايلوبې کې لومړی چيني لوبغاړی پاتې شوی و. هغه په خپلې نيمه پايلوبې کې په ۹اعشاريه ۸۳ ثانيو کې د اسيا په کچه ريکارډ جوړ کړ.