د چين د پرمختګ د مخنيوي په پار د امريکا ناوړه او بې شرمه کړنې!
CRI2021-08-02 15:16:20
شريکول:

د امريکا څو لوړ پوړيو چارواکيو ليدنې په دې وروستيو کې له چين او د چين له ګاونډيو هېوادونو څخه ليدنې کړې دي. د دغه هېواد د امريکا د بهرنيو چارو مرستيالې وزيرې وينډي شيرمن له جاپان، کوريا جمهوريت، مغولستان او چين څخه ليدنې وکړې، د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن له هند څخه ليدنه وکړه او د دفاع وزير لويډ اسټين د جنوب ختيځې اسيا له دريو هېوادونو څخه ليدنې وکړې. د امريکا نوموړو لوړ پوړو چارواکو د آرام سمندر د سفر زحمت پر ځان ګاللی او د چين د دروازې پر وړاندې يې د دغه هېواد او ګاونډيو هېوادونو ترمنځ اختلاف اچوونکي اقدامات کړي او د اندو- پاسيفيک ستراتژي (Indo--Pacific strategy) د خپرولو لپاره يې د زور هڅې کړي، چې د دوی له دغو کړنو څخه د چين د محاصرې کړۍ د جوړولو په اړه د امريکا بد نيت په ډاګه کيږي.

که څه هم شيرمن له چين څخه د ليدنې په ترڅ کې وويل، چې امريکا د چين د پرمختګ مخنيوی نه غواړي، خو واقعيتونه دا ښيي، چې د دغه هېواد ګفتار له کردار سره يو شان نه دی. د بېلګې په توګه، اسټين د امريکا د جوبايډن حکومت د کابينې لومړی غړی دی، چې له جنوب ختيځې اسيا څخه يې ليدنه کړې، او د سينګاپور په يو فورم کې يې د جنوبي سمندرګي، تايوان او شينجيانګ چارو په اړه بې بنسټه خبرې کړي او”د چين ګواښ “ نظريه يې خپره کړې ده. امريکايي سياستوال په دغو کړنو سره غواړي، چې د چين او ګاونډيو هېوادونو ترمنځ اړيکې خرابې کړي.

له ويتنام او فيليپين څخه د اسټين په ليدنو کې د نوموړي کړنو د امريکا هغه شوم نيت لا څرګند کړی، چې غواړي د چين د مخنيوي  لپاره د جنوب ختيځې اسيا هېوادونه خپل ځان ته واړوي.  نوموړي ويتنام سره ژمنه کړې، چې امريکا به د سمندري امنيت د توان په لوړولو کې ورسره مرستې وکړي؛ له فيليپين څخه يې غوښتنه کړې، چې د امريکا او فيليپين  د دفاعي چارو کليدي تړون د منحل پريکړه لغوه کړي، ځکه امريکا د نوموړي تړون له مخې د ګډو جنګي تمرينونو په نوم دغه هېواد ته د لويې پايمنې ځواکونه ليږلی شي.

له يادو معلوماتو څخه معلوميږي، چې پر هند او جاپان بر سيره، امريکا د جنوب ختيځې اسيا په بې طرفه هېواونو کې هم ګڼ شمېر پوځي او سياسي  ريښې غځولې دي. په عين وخت کې، د امريکا د بهرنيو چارو وزير برينکن په هند کې د سيمه ييز امنيت د ګډو ګټو نارې ووهلې او (( د اندو - پاسيفيک ستراتيژي )) او (( د څلورو هېوادونو ميکانيزم )) د عملي کولو لپاره يې ګامونه پورته کړي دي.

د جنوب ختيځې اسيا مختلف هېوادونه د چين په ګاونډيو هېوادونو کې د امريکا د دغو کړنو په موخې پوه شوي او سوړ غبرګون يې ښودلی دی. مثلاً، د سينګاپور د پوهنې وزير چن جن شنګ ويلي، چې سينګاپور د چين او امريکا ترمنځ د سيالۍ په اړه د زيرو سېم لوبې (zero-sum game)رويه نه لري او په دې نظر دی، چې د ټولشموليت او پيوستون نړۍ دې جوړه شي.

چن جن شنګ د برياليتوب تعريف داسې کړی، چې د برياليتوب مانا (( بلې خوا ته د ماتې ورکول )) نه دي، بلکې د نورو خواوو د اعتماد تر لاسه کول دي. اوسمهال د چين او ګاونډيو هېوادونو ترمنځ د اړيکو عمومي وضعيت ښه دی او د سولې او پرمختګ ګډه هڅه د سيمې د هېوادونو ګډه غوښتنه ده. چين د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې ( اسيان) د نړيوالې سوداګرۍ تړون، يعنې د هراړخيزې سيمه ييزې اقتصادي همکارۍ تړون (RCEP) ته اجازه ورکړې او تر خپلې وسې پورې يې د اسيان غړيو هېوادونو ته د کوويډ-۱۹ ضد واکسين برابر کړی او په دغو هېوادونو کې يې د واکسين د توليد او وېش د مرکزونو له جوړونې څخه ملاتړ کړی دی. د چين کړنې د ښه ګاونډي، ښه ملګري او ښه همکار )) څرګندويي کوي.

يو ښه ګاوڼدی د يو ليرې ورور په پرتله ډېر مهم دی. چين د امريکا په پرتله د خپلو ګاونډيو هېواونو په رښتينو نظريو او ارمانونو پوه دی. د امريکا هغه بد نيت، چې غواړي، د چين او ګاونډيو هېواونو ترمنځ نفاق واچوي، هرومره به ناکام شي.

د امريکا چارواکي بايد په جدي توګه د چين پاملرنې او پېشنهادونه وڅېړي او خپلې ناوړې نظريې او تګلارې بايد سمې کړي.