د نړۍ ګڼو سياسي ګوندونو او مدني ټولنو د کوويډ-۱۹ د ريښې لټولو مسئلې له سياسي کېدو سره مخالفت کړی
CRI2021-08-02 16:14:53
شريکول:

د څه دپاسه سلو هېوادونو او سيمو څه باندې ۳۰۰ سياسي ګوندونو او مدني ټولنو د اګست په ۲مه نېټه د روغتيا نړيوال سازمان دارالانشا ته يوه ګډه اعلاميه ليږلې ده. په اعلاميه کې راغلي، چې د کوويډ-۱۹ وبا د انسانانو ژوند او روغتيا ته سخت ګواښونه رسولي او نړيواله ټولنه بايد د دغې وبا د وقايي او کنټرول په چارو کې خپلمنځي همکارۍ پراخې او پياوړې کړي، دغه راز د روغتيا له نړيوال سازمان څخه يې غوښتنه کړي، چې په عيني او عادلانه ډول د کوويډ-۱۹ ريښې لټولو په پار څيړنې تر سره کړي او د دغې مسئلې له سياسي کېدو سره يې ټينګ مخالفت کړی دی.

په دغه اعلاميه کې ويل شوي چې د کوويډ-۱۹ ريښې لټول يوه جدي او علمي مسئله ده چې بايد د ټولې نړۍ د سانس پوهانو او طبي پوهانو لخوا پرې ګډې څيړنې وشي او د حقيقت او شواهدو له مخې بايد علمي پايله تر لاسه شي. په دغه اعلاميه کې د روغتيا له نړيوال سازمان څخه هم غوښتنه شوې، چې د دغه سازمان له غړو هېوادونو سره دې همکارۍ وکړي او پر نويو علمي شواهدو دې ژور فکر وکړي او د کوويډ-۱۹ ريښې لټولو په اړه د چين او د دغه سازمان تر ګډې څيړنې لاندې اړوند پيشنهادونه دې په نظر کې ونيسي. په دغې اعلاميې کې له طبي پوهانو او سانس پوهانو څخه ملاتړ شوی او پکې ويل شوي، چې په څو هېوادونو کې بايد  کوويډ-۱۹ ريښې لټولو کارونه تر سره او د راتلونکې د ساري ناروغۍ د مخنيوي لپاره تجربې راغونډې کړي.