ډاکټر وحيد مجروح: د کرونا وبا د ريښې موندلو په اړه د چين او روغتيا نړيوال سازمان پر ګډ څېړنيز راپور باور لرم
CRI2021-08-02 10:50:15
شريکول:

د افغانستان د عامې روغتيا سرپرست وزير ډاکټر وحيد مجروح څو ورځې دمخه رسنيو ته وويل چې د کرونا وبا د ريښې موندلو په اړه د چين او روغتيا نړيوال سازمان پر ګډ څېړنيز راپور باور لري. 

هغه وويل چې د عامې روغتيا په ساحه کې، په تېره بيا د کرونا وبا په اړه زيات درواغ اورېدل کېږي، خو موږ بايد د چين او روغتيا نړيوال سازمان پر هغه ګډ څېړنيز راپور باور ولرو چې د تېر مارچ په ۳۰مه نېټه خپور شوی دی. دغه راپور د علمي څېړنې پر بنسټ ولاړ دی او د روغتيا سيستم او اړوند کارپوهان بايد د دغه راپور له مخې قضاوت وکړي. 

نوموړي زياته کړه چې چين د کرونا وبا د ريښې موندلو په مسئله کې ورخلاصه او شفافه رويه غوره کړی او په اړوندې نړيوالې همکارۍ کې مثبت ګډون لري. هغه په ټينګار وويل چې ورخلاصون او شفافيت بايد د مختلفو هېوادونو لخوا د اړوندې اغېزمنې همکارۍ مهم اصول وګرځي. 

( سپوږمۍ)