د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ايران د خارجه وزارت وياند سعيد خطيب زاده د اګست په لومړۍ نېټه پر دغه هېواد هغه لګيدلی تور رد کړ چې وايي ايران د اسرائيلو د نفتو پر يوې بيړۍ بريد کړی دی.
نوموړي د همدې ورځې په يوه خبري ناسته کې څرګنده کړه چې اسرائيل بايد له ياد تور څخه لاس واخلي، ځکه دغه تور بې بنسټه دی او بايد غندنه يې وشي.
د خبر له مخې، د جولای په ۲۹مه نېټه د عمان سمندر ته نژدې د يو اسرائيلي شرکت د نفتو پر يوې بيړۍ د بېپيلوټه الوتکې بريد وشو چې له امله يې د بيړۍ ۲ کارکوونکي وژل شوي دي.
( سپوږمۍ)