د چين او هند د پوځي قوماندانو ترمنځ د ۱۲م پړاو خبرې اترې وشوې
CRI2021-08-03 10:19:34
شريکول:

څو ورځې دمخه د چين او هند د پوځي قوماندانو ترمنځ د ۱۲م پړاو خبرې اترې تر سره شوې. دواړو خواوو د خپلمنځي سرحداتو په لويديځه برخه کې د پوځونو ترمنځ د واټن ساتلو په اړه د نظريو ژوره تبادله او رغنده خبرې يې وکړې او موافقه يې وکړه چې د شوي تړون له مخې خبرو اترو ته دوام ورکړي او پاتې مسئلې حل کړي. دواړه خواوې به د خپلمنځي سرحداتو د ثبات ساتلو لپاره خپلو روانو هڅو ته دوام ورکړي او په ګډه به سوله وساتي. 

( سپوږمۍ)