ازبکستان او روسيه د افغانستان پولې ته نژدې ګډ پوځي تمرين تر سره کوي
cri2021-08-03 10:15:40
شريکول:

د ازبکستان دفاع وزارت د اګست په ۲مه نېټه اعلان وکړ، چې د ( جنوب - ۲۰۲۱ ) په نوم د دغه هېواد او روسيې تر منځ ګډ پوځي تمرين افغانستان ته نژدې د ازبکستان په تېرميز پوځي اډه کې په رسمي ډول پيل او څو ورځې به دوام ولري.

ياد وزارت په همدې ورځ د يوې بيانې په خپرولو سره ويلي چې دغه تمرين د دواړو هېوادونو د پوځونو تر منځ د همکاريو د ښه والي او د امنيتي مسئلو په باب د تجربو د شريکولو په موخه تر سره کېږې او د اګست تر ۸مې نېټې پورې به دوام ولري. د دې تر څنګ، د ازبکستان ۲۰۰ سرتيري به د روانې مياشتې له ۵مې نېټې څخه تر ۱۰مې نېټې پورې د دغه هېواد، تاجکستان او روسيې په ګډ پوځي تمرين کې هم ګډون وکړي. (شکريه)