د روغتيا نړيوال سازمان: د کوويډ-۱۹ ريښې د لټونې او څيړنې په بهير کې بايد سياست ته ځای ورنه کړل شي
CRI2021-08-03 15:41:13
شريکول:

د روغتيا نړيوال سازمان د بيړنيو روغتيايي چارو اجرائيه مشر ميچيل ريان د جولای په ۳۰مه نېټه د دغه سازمان په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې د کوويډ-۱۹ ريښې لټونې او څيړنې په بهير کې بايد سياست ته ځای ورنه کړل شي.

نوموړي وويل، د روغتيا نړيوال سازمان غړي هېوادونه د کوويډ-۱۹ د ريښې لټونې د راتلونکو کارونو په هکله رغنده تماسونه نيسي او د دغه کار د لومړي پړاو د راپور پر بنسټ به د راتلونکو کارونو په هکله څيړنې وکړي.

ريان وويل، چې د چين ساينس پوهانو د کوويډ-۱۹ ريښې لټونې د لومړي پړاو په راپور کې د ځينو مسئلو په هکله نورې څيړنې تر سره کړې دي. د دغه سازمان ټولو غړو هېوادونو پراخې ګډې نظريې تر لاسه کړې چې د کوويډ-۱۹ ريښې د لټونې کارونو ته بايد سياسي رنګ ورنه کړل شي او له سياست بايد لرې وساتل شي.