افغان ولسمشر: له افغانستانه د امريکا او ناټو ځواکونو بيړنۍ وتنه د دغه هېواد د حالاتو د ترينګلتيا سبب ګرځېدلي
CRI2021-08-03 10:07:58
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د اګست په ۲مه نېټه څرګنده کړه چې له افغانستانه د امريکا او ناټو ځواکونو د بيړنۍ وتنې له امله امنيتي حالات ډېر ترينګلي شوي دي. افغان حکومت د راتلونکو ۶مياشتو لپاره يو امنيتي پلان ټاکلی چې له مخې به يې جنګي حالت بدل شي. 

ولسمشر غني په همدې ورځ پارلمان ته په يوې وينا کې وويل چې له تېرو ۳ مياشتو راهيسې د افغانستان حالات بې ساري ترينګلي شوي دي. دا د نړيوالو ځواکونو د بيړنۍ وتنې پايله ده. هغه له دې وړاندې امريکا ته هم خبرداری ورکړی و. 

( سپوږمۍ)