د CGTN فکري ارګان: ۸۳.۱ سلنه انټرنيټ کاروونکي په امريکا کې د کرونا وبا ريښې له لټولو څخه ملاتړ کوي
CRI2021-08-03 10:20:01
شريکول:

د CGTN فکري ارګان د بېجينګ پر وخت د جولای د ۳۰مې په شپه په چيني، انګليسي، هسپانوي، فرانسوي، عربي او روسي ژبو د يوټوب، ټويټر، فېسبوک، ويبلاګ او ويچېټ په شمول پر څو ټولنيزو رسنيو سروې تر سره کړې ده. د مختلفو هېوادونو انټرنيټ کاروونکو دې ته پام کړی چې د ۲۰۱۹ کال له جولای څخه د امريکا په ويرجينيا ايالت کې نامعلومه تنفسي ناروغي او په ويسکونسين ايالت کې د الکترونيکي سيګريټ په اړه د سږو ناروغي رامنځته شوې وه او بيا په همدې مياشت کې د ډيتريک فورټ بيولوژيکي لابراتوار په ناڅاپه توګه د امريکا د ناروغيو کنټرول مرکز لخوا بند شو. ور پسې د ۲۰۱۹ کال له ديسمبر نه د ۲۰۲۰ کال تر جنورۍ پورې د امريکا په ۹ ايالتونو کې د وينو ذخيره شويو ۱۰۶ نمونې ټېسټ شوې چې د نوي کرونا ويروس پر ضد يې انټيباډي پيدا کړې وه. د ياد سروې ۸۳.۱ سلنه ګډون کوونکو نظر څرګند کړی چې روغتيا نړيوال سازمان بايد په امريکا کې د کرونا وبا ريښه ولټوي، څو نړۍ ته حقيقت څرګند شي.

( سپوږمۍ)