ايران: پر اسرائيلي بيړۍ د ايران د بريد په اړه د امريکا او برېتانيا تورونه بيخي بې بنسټه دي
CRI2021-08-03 10:09:15
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ايران د خارجه وزارت وياند سعيد خطيب زاده د اګست په ۲مه نېټه وويل چې پر اسرائيلي بيړۍ د ايران د بريد کولو په اړه د امريکا او برېتانيا تورونه بيخي بې بنسټه دي. 

هغه زياته کړه چې امريکا او برېتانيا په سور سمندر کې د ايراني بيړيو پر ضد د شويو تروريستي بريدونو په اړه چوپه خوله پاتې شوي، خو برعکس پر ايران له سياسي تبعيض څخه ډک بې دليله تورونه لګوي. که دغه هېوادونه اړوند شواهد لري، نو د خبرو ميز ته دې يې وړاندې کړي.  

( سپوږمۍ)