چين غواړي، د يو کمربند او يوې لارې پر غاړه پراتو هېوادونو کې د کرونا ضد واکسين اندازه زياته کړي
CRI2021-08-03 15:38:39
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند د اګست په دويمه نېټه د يو کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې هغو هېوادونو ته، چې د کرونا ضد واکسين د کارولو په اړه يې د همکاريزو دوستانه اړيکو وړانديز کړی، د دغه واکسين د برابرولو په هکله د خبريال پوښتنې ته ځواب ورکړ. وياند  وويل، چې د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د روان کال په جون کې د يو کمربند او يوې لارې د اسيا او ارام سمندر سيمې د نړيوالو همکاريو جګ پوړې غونډې مشري وکړه .  چين او نورو ۲۸ هېوادونو په دغه غونډه کې د يو کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې د کرونا ضد واکسين د کارولو په اړه د همکاريزو دوستانه اړيکو وړانديز وکړ او ټولو هوکړه وکړه، چې د کوويډ-۱۹ ضد واکسين په پار يو له بل سره مرستې زياتې کړي او د واکسين د توليد او صادرولو په شمول ځينو برخو کې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي.

نوموړي وويل، چې چين په ټول توان دغه وړانديز عملي کړی او غواړي د يو کمربند او يوې لارې له همکارانو سره ګډې هڅې وکړي څو په ټوله نړۍ کې د کرونا ضد واکسين په عادلانه ډول وويشل شي او د يو کمربند او يوې لارې پر غاړه پرتو هېوادونو او نورو پرمختيايي هېوادونو کې د دغه واکسين د کارونې اندازه زياته کړي.