له قرغې ډنډ څخه د المپيک د لامبو تر حوض؛ افغان لوبغاړی فهيم انوري ځوانانو ته نمونه ګرځيدلی
cri2021-08-03 10:49:05
شريکول:


عکس: د لامبو نړيوالې ټولنې له ويبپاڼې څخه

افغان لوبغاړي فهيم انوري د توکيو المپيک لوبو د ازادې لامبو په لومړنۍ سيالۍ کې ۵۰ متره واټن په ۲۷ اعشاريه ۶۷ ثانيو کې وواهه او په خپلې ډلې کې يې پنځم ځای خپل کړ.

 که څه هم هغه پایلوبې ته لار ونه مونده، خو بيا هم د خپل هېواد افغانستان په کچه يې ريکارډ مات کړ او نړۍ ته يې د افغان ځوانانو توان او مثبته بڼه وښودله.

شپږ کاله کيږي، چې فهيم انوري لامبو وهي او ځانګړې روزنه ترلاسه کوي.

فهيم انوري په کابل کې په یوازیني معياري ډنډ کې د لامبو تمرينونه ترسره کول او ځانګړې روزنه یې ترلاسه کوله، خو دغه ډنډ د تېر کال په اګست کې د کرونا وبا له امله وتړل شو او انوري بيا اړ شو، چې د قرغې ډنډ ته مخه کړي او هلته خپلو تمرينونو ته دوام ورکړي.

نوموړی د لامبو نړیوالې ټولنې د پرمختګ پلان له مخې د روان کال په جنورۍ کې د مسلکي روزنې لپاره روسيې ته ولاړ او هلته يې د لامبو وهلو تمرينونه وکړل او خپله سویه یې نوره هم لوړه کړه.