وانګ يي به د کوويډ-۱۹ ضد واکسين د همکارۍ نړيوال فورم د لومړۍ ويډيويي غونډې مشري وکړي
cri2021-08-03 14:45:27
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړی او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي به د اګست په ۵مه نېټه د کرونا وبا ضد واکسين د همکارۍ نړيوال فورم د لومړۍ ويډيويي غونډې مشري وکړي. د مالوماتو له مخې، د دې غونډې منځپانګه د واکسين د همکاريو پر پياوړتيا او عادلانه ويش ورټوله ده. په دې ويډيويي غونډه کې به د ځينو هېوادونو خارجه وزيران، د م م او نړيوالو سازمانونو استازي او د اړوندو شرکتونو خاوندان برخه ولري. (شکريه)