د WHO چارواکی : د کوويډ-۱۹ د ريښې موندلو چارو کې بايد سياست ځای و نه لري
cri2021-08-04 10:14:31
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان د بيړني طبي پروګرام اجرائيوي رئيس مايکل ريان په دې وروستيو کې ويلي، چې د دې سازمان زياترو غړو هېوادونو موافقه کړې، چې د کوويډ-۱۹ د ريښې لټولو کې سياسي کړنو ته بايد د پای ټکی کېښودل شي، څو دغه کار ته يو ښه بنسټ برابر شي. هغه په دې برخه کې د چين خدمتونه او همکارۍ ستايلې دي.

نوموړي په خپله وينا کې پر دې ټينګار کړی چې د کوويډ-۱۹ د ريښې موندلو چارې بايد د ساينس په رڼا کې تر سره شي. روغتيا نړيوال سازمان په دې بهير کې د نړيوالو ټولنو د همکارۍ او ملاتړ هرکلی کوي. (شکريه)