وانګ يي د چين او آسيان د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې ګډون وکړ
CRI2021-08-04 10:13:33
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د اګست په ۳مه نېټه د چين او آسيان د خارجه وزيرانو په ويډيويي غونډه کې ګډون وکړ.

په دې غونډه کې وانګ يي وويل، چې د چين په سيمه ييزو ديپلوماتيکو چارو کې آسيان ته لومړيتوب ورکړل شوی دی. له پروسږ کال څخه راهيسې، د چين او د آسيان د غړو هېوادونو مشرانو ستراتيژيکې تبادلې ساتلي او د خپلمنځي اړيکو د پرمختګ لپاره يې سياسي لارښوونه برابره کړې ده. سږ کال د چين او آسيان تر منځ د ډيالوګ اړيکو د ټينګېدو ۳۰مه کليزه ده، چين د آسيان غړو هېوادونو ته د خپلمنځي اړيکو د پرمختګ په غرض ۴ موخې وړاندې کړې دي.

لومړی، د کوويډ-۱۹ د نوې بڼې پر ضد د مبارزې همکارۍ دې لا نژدې شي.

دوهم، د اقتصادي سمسورتيا بيا هڅونې ته دې دوام ورکړل شي.

درېيم، د سيمه ييزو همکاريو اوسنۍ چوکاټ دې وساتل شي.

څلورم، د جنوبي سمندر د سيمې سوله او ثبات دې وساتل شي.

د آسيان د غړو هېوادونو خارجه وزيرانو د کرونا وبا پر ضد د چين مبارزه او ټولنيز او اقتصادي پرمختګ کې د دغه هېواد تر لاسه شوي برياليتوبونه لوړه وستايل او ژمنه يې وکړه چې آسيان به د سیمه ييز اقتصادي يووالي بهير د پرمخبيولو او د جنوبي سمندري سيمې د سولې او ثبات د ساتلو په ساحه کې له چين سره همکارۍ پياوړې کړي.