د سروې ګډونوال: روغتيا نړيوال سازمان بايد په امريکا کې د کوويډـ۱۹ د رېښې پلټنه وکړي
cri2021-08-04 15:03:06
شريکول:

د چين ميډيا ګروپ د سي جي ټي اېن (CGTN) فکري ارګان څو ورځې مخکې په انټرنيټي نړۍ کې په ۶ ژبو سروې ترسره کړې ده. د دې سروې 83.1 سلنه ګډونکوونکو له روغتيا نړيوال سازمان غوښتي، چې په امريکا کې دې د کرونا ويروس د رېښې او سرچينې د لټولو چارې ترسره کړي.

د يادې سروې نتيجه ښيي، چې د ګردې نړۍ انټرنيټ استعمالوونکو د کرونا وبا ضد د امريکا پر مبارزې شک څرګند کړی او پر دې اند چې کرونا وبا ښايي له همدې هيواده پورته شوی وي. د دوی دغه نظر د خلکو پاملرنه راجلب کړې ده، ځکه امريکې پر چين د بې ځایه تورونو لګولو له لارې غواړي، چې خپلې کرغېړنې کړنې پټې کړي او پر خپل شوم نیت پرده وغوړوي.

امريکايي چارواکي بايد لومړی دغې پوښتنې ته ځواب ورکړي، چې څنګه دوی يوه مياشت مخکې پر دې پوه وو، چې د چين په وو هان ښار کې به ساري ناروغۍ رامنځته شي؟ د اسرائيل ټايمز په شمول څو رسنيو خبر ورکړی، چې د امريکا پوځ د ۲۰۱۹ کال په نومبر مياشت کې له اسرائيل او ناټو سره استخباراتي مالومات شريک کړل، چې ډېر ژر به د کرونا نوی ویروس خور شي او په مالوماتو کې يې د چين وو هان ښار هم ياد شوی و.

د روسيې رسنيو ويلي، چې د امريکا پوځ له يادو استخباراتي مالوماتو دا ادعا ثابتېدای شي، چې ښايي د امريکا پوځي پلاوي د ۲۰۱۹ کال په اکتوبر مياشت کې د پوځونو په نړيوالې سيالۍ کې د ګډون په وخت کې دغه ويروس وو هان ښار ته ليږدولی وي.

د CGTN فکري ارګان د يادې سروې ګډون کوونکو په جلا جلا توګه تبصرې کړې دي.

ځينو انټرنيټ استعمالوونکو په انګليسي ژبې ويلي، چې روغتيا نړيوال سازمان بايد دوه ګوني معيارونه ونه نيسي، ځکه هغه څوک چې پر نورو پر له پسې تورونه لګوي، د ټولو په پرتله لا زيات مالومات پټوي. ځينو کسانو په فرانسوي ژبې ويلي، که امريکا رښتيا هم غواړي، د کرونا ويروس رېښه او سرچينه پيدا کړي، نو روغتيا نړيوال سازمان ته بايد اجازه ورکړي، چې په امريکا کې د ۲۰۱۹ کال د برېښنايي سيګريټ سکاروي او انفلونزا ناروغۍ، او د ډېټريک فورټ لابراتور د تړلو پېښې وڅيړي او پلټنې وکړي.

د روغتيا نړيوال سازمان او چين ګډ پلټونکي ګروپ د روان کال د مارچ مياشتې په پای کې د يو راپور په خپرولو سره وويل، چې هیڅ داسې امکان نه ليدل کيږي، چې د کرونا وبا ويروس دې د چين له لابراتور څخه پورته شوی وي، خو اوس د امريکا سياستوالو د خپلو شکمنو کړنو د پټولو لپاره پر روغتيا نړيوال سازمان فشار اچولی، چې په چين کې بیا پلټنې  وکړي او غواړي، چې په سیاسي لارو پر چين جرمونه وتپي. د دوی دغه سیاسي کړنې د نړيوالې ټولنې له لوري سختې غندل شوې دي.

د نړۍ څه باندې ۷۰ هېوادونو روغتيا نړيوال سازمان ته پيغامونو ليږلي او د کرونا وبا د پلټنې د لومړۍ مرحلې نتيجه يې منلې او د ويروس د رېښې د لټولو په ساحه کې له سياسي عملونو سره يې کلک مخالفت څرګند کړی دی.

د CGTN فکري ارګان د يادې سروې نتيجه ښيي، چې د ګردې نړۍ زياتره انټرنيټ استعمالوونکي پر امريکا بې باوره دي او رضایت ترې نه لري، ځکه دغه هيواد د کرونا وبا ضد مبارزه کې اغېزمن تدبيرونه نه دي نيولي، دوه ګوني معيارونه يې غوره کړي، د کرونا ويروس د رېښې د پلټنې په برخه کې يې سياسي عملونه ترسره کړي او د کرونا وبا د خورېدو په درشل کې يې ډېر سخت نژادي تبعيض غوره کړی دی.

نړۍ اوس له امريکا څخه غواړي، چې هر اړخيز توضيحات ورکړي، چې دغه هېواد له کرونا وبا سره کومې اړيکې لري؟

 دا د نړيوالو غوښتنه او پوښتنه ده، امريکا يې بايد شفاف او منونکی ځواب ووايي.