د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان د اګست په څلورمه نېټه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو د ۵۰مې کلیزې په مناسبت يو بل ته د مبارکۍ پيغامونه وليږل.
شي جين پينګ په خپل پيغام کې ويلي، چې د چين او ترکيې ترمنځ د اړيکو پياوړتيا ته په درنه سترګه ګوري او هيله يې ښودلې، چې له ولسمشر اردوګان سره د دواړو هېوادونو د مرکزي ګټو او مهمو چارو په باره کې متقابل تفاهم پياوړی او ملاتړ وکړي، د پرمختګ ستراتيک پيوستون چټک کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د ثابت او دايمي پرمختګ او د دواړو خواوو د خلکو د ګټو لپاره به ګډې هڅې وکړي.
اردوګان په خپل پيغام کې ويلي، چې دواړو هېواودنو د کرونا وبا ضد يووالی ساتلی، يو له بل سره يې مرستې کړې او د خلکو روغتيا ته يې يې ډېره پاملرنه کړې ده. ترکيه له چين سره د اړيکو پرمختګ ته په درنه سترګه ګوري او د خپلمنځي همکارۍ د لا پياوړتيا لپاره به هڅې وکړي.