د افغانستان د دفاع وزارت د سرپرست وزير پر کور د موټر بم بريد وشو
CRI2021-08-04 10:26:26
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اګست په ۳مه نېټه په کابل کې د افغانستان د دفاع وزارت د سرپرست وزير بسم الله محمدي پر کور د موټر بم بريد شوی او د 

۴ بريدګرو پر وژل کېدو پای ته رسېدلی دی. د مالوماتو له مخې په دغه بريد کې بسم الله محمدي ته زيان نه دی رسېدلی. 

د کابل پوليسو وياند رسنيو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ويلي خبر ورکړ چې د همدې شپې په ۷ بجو او ۴۵ دقيقو څو نامعلومو اورپکو د بسم الله محمدي کور ته نژدې موټر بم بريد وکړ. ور پسې امنيت ساتونکي د پېښې ځای ته ولاړل او ۴ بريدګر يې ووژل.  

( سپوږمۍ)