UNAMA: د افغانستان په ښارونو کې دې اوربند وشي
CRI2021-08-04 10:23:37
شريکول:

 

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، په افغانستان کې د م م مرستندويه پلاوي ( يعنې UNAMA)د اګست په ۳مه نېټه له حکومتي ځواکونو او طالبانو څخه غوښتنه وکړه چې په ښارونو کې دې اوربند وکړي. 

UNAMA پر خپلې ټويټر پاڼې ليکلي چې د افغانستان په جنوب د هلمند ولايت په مرکز نشګرګاه کې د طالبانو په بريدونو او د حکومتي ځواکونو په ځوابي عملياتو کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۰ تنه عام وګړي وژل شوي او ۱۱۸ تنه نور ټپیان دي. دواړه خواوې بايد په لا اغېزمنو اقداماتو د ولسي وګړيو امنيت وساتي.  

طالبانو له يوې مودې راهيسې پر څو ښارونو بريدونه پيل کړي دي. 

 

( سپوږمۍ)