د ايران مذهبي مشر د نوي ولسمشر په توګه د ابراهيم رئيسي ټاکنې ته منظوري ورکړه
CRI2021-08-04 10:12:59
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ايران مذهبي مشر عنايت الله سعيد خامنه ای د اګست په ۳مه نېټه د نوي ولسمشر په توګه د ابراهيم رئيسي ټاکنې ته منظوري ورکړه. 

د همدې ورځې په مراسمو کې ابراهيم رئيسي له ايت الله سعيد خامنه ای څخه د ولسمشرۍ رياست د تائيد د ټاکنې حکم تر لاسه کړ او څرګنده يې کړه چې ايرانيانو د ټاکنو له لارې د بدلون، عدالت، د فساد، بېوزلۍ او تبعيض ضد خپلې غوښتنې بيان کړې دي. نوی حکومت به د پيسو پړسوب، استخدام او کور په شمول د خلکو ژوند په اړه له يو لړ مسئلو سره د مقابلې هڅې وکړي او پر حکومت د ايرانيانو باور به اعاده کړي. 

نوموړی به د روانې مياشتې په ۵مه نېټه په پارلمان کې لوړه وکړي. 

( سپوږمۍ)