د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د چين د خدمتي سوداګرۍ منفي توازن ۷۰ سلنه ټيټوالی ښيي
CRI2021-08-04 11:16:46
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د سوداګرۍ وزارت د اګست په درېمه نېټه تازه شمېرنه خپره کړه، چې له مخې يې، د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د چين خدمتي سوداګرۍ پرمختګ موندلی، چې د خدمتي چارو د صادراتي زياتوالي انډول يې د وارداتي زياتوالي انډول په پرتله ۲۸ اعشاريه ۶ فيصده زيات شوی او د خدمتي سوداګرۍ منفي توازن يې ۷۰ سلنه ټيټوالی ښيي او کابو ۱۲ميليارډه او ۴۶۰ ميليونو يوانو ته راښکته شوی دی، چې دغه رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۸۱ ميليارډه او ۲۵۰ ميليونه يوانه کم دی.

د چين په خدمتي سوداګرۍ کې د پوهنې متمرکز صنعت ونډه لوړه شوې ده او د کلتور او ساعت تېري، مخابراتو او معلوماتو او د پوهنې ملکيت حق په اړه خدمتي صداراتو چټک او د پولي چارو او د پوهنې ملکيت حق په اړه خدمتي وارداتو چټک پرمختګ کړی دی.