د چين خارجه وزير وانګ يي د اګست په ۳مه نېټه د چين او د جنوب ختيځې اسيا هېوادونو ټولنې ( يعنې اسيان)د خارجه وزيرانو په ويډيويي غونډه کې څرګنده کړه چې چين اسيان د کرونا وبا ضد مبارزې لومړی همکار بولي او تر اوسه يې د اسيان ۱۰ غړو هېوادونو ته د کرونا وبا ضد څه باندې ۱۹۰ميليونه دوزه واکسين او د وبا ضد زيات شمېر توکي برابر کړي دي. دواړو خواوو د خپلمنځي طبي او روغتيايي همکارۍ وړانديز په پلې کولو پيل کړی او د واکسين همکارۍ ډګر به په پر له پسې توګه بشپړ کړي.
( سپوږمۍ)