شي جين پينګ د کرونا ضد واکسين د همکارۍ نړيوال فورم لومړۍ غونډې ته پيغام وليږه
CRI2021-08-05 21:47:32
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د اګست په پنځمه نېټه د کرونا ضد واکسين د همکارۍ نړيوال فورم لومړۍ غونډې ته پيغام وليږه.

نوموړي په دغه پيغام کې هغو پنځو تدبيرونو ته اشاره کړې، چې د روان کال په مۍ کې يې د روغتيا په نړيوالې سرمشريزې غونډې کې د کرونا وبا پر وړاندې د مبارزې د ملاتړ په پار اعلان کړي وو. په دغو تدبيرونو کې يو دا وړانديز هم شامل و، چې د کرونا ضد واکسين د همکاريو نړيوال فورم دې جوړ شي او د دغه واکسين نړيوال څيړوونکي او د واکسين د توليد تصدۍ او اړوندې خواوې دې په ټوله نړۍ کې د دغه واکسين د عادلانه او معقول ويش په هکله هر اړخيز بحثونه وکړي.

کوويډـ۱۹ ويروس اوسمهال د نړۍ په ډېرو هيوادونو کې په خورېدو دی او څپو پسې څپې يې پورته  کيږي او ويروس هم ډېر ژر ژر خپله بڼه بدلوي. نوموړي په پيغام کې هيله ښودلې، چې دغه غونډه به په ټوله نړۍ کې د کرونا ضد واکسين د عادلانه ويش لپاره نوی ګام پورته کړي، د کرونا وبا پر وړاندې د پرمختيايي هېوادونو تر منځ همکاريو ته به نوې لارې پرانيزي او د دغې وبا د ختمولو لپاره به نوي خدمتونه تر سره کړي.

شي جين پينګ په پيغام کې زياته کړې، چې چين د انسانانو د روغتيا ګډې ټولنې د جوړولو پر نظريې ټينګار کوي او ټولې نړۍ ته به په تېره بيا پرمختيايي هېوادونو ته به د کرونا ضد واکسين برابر کړي او د دغه واکسين د توليد په چارو کې به له نورو هيوادونو سره رغنده همکارۍ وکړي.

چين ژمنه کړې، چې تر وسې پورې به د کرونا وبا پر وړاندې د مبارزې په برخه کې له پرمختيايي هېوادونو سره مرستې وکړي او په روان کال کې به ټولې نړۍ ته دوه ميليارډه دوزه واکسين برابر کړي. د چين حکومت پريکړه کړې، چې د کرونا ضد واکسين عملي پلان ته به يو ميليون ډالر بسپنه برابره کړي، څو پرمختيايي هېوادونو ته واکسين ژر ورسيږي. چين غواړي، چې له نړيوالې ټولنې سره يو ځای د کرونا ضد واکسين د نړيوالو همکاريو بهير وهڅوي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنه به جوړه کړي.