د هند په لوېديځ بنګال ايالت کې د سختو بارانونو له امله ۱۶ تنه مړه شوي
cri2021-08-05 11:12:27
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د هند د لوېديځ بنګال ايالت اعلی وزيرې ممتا بانيرجي د اګست په ۴مه وويل، په دې ايالت کې د سختو بارانونو له امله د مړو شمېر ۱۶ ته رسېدلی، څو لکه بزګران بې کوره شوي، د کورونو، سړکونو پلونو او برېښناکوټونو په ګډون بنسټيز تآسيسات هم سخت ویجاړ شوي دي.

د معلوماتو له مخې، په دې وروستيو کې په لويديځ بنګال ايالت کې سخت بارانونه اوريدلي، چې له امله يې په دغه ايالت کې سخت سيلابونه رامنځته شوي دي. بانيرجي د دې هېواد صدراعظم ناراندرا مودي ته پيغام لېږلی او د اوبو بندونو د ترميمولو غوښتنه يې ترې کړې ده. (شکريه)