د نايجريا پر څو کليو بريد کې ۲۵ تنه وژل شوي
cri2021-08-05 11:11:34
شريکول:

د نايجريا پوليسو د اګست په ۴مه وويل چې نامالومو وسله والو د دغه هېواد په شمال د کادونا ايالت پر څو کليو بريد کړی، چې له امله يې ۲۵ تنه وژل شوي او ۳ تنه ټپيان دي.

د کادونا پوليسو وياند محمد جاليګ په دې اړه وويل، نامالومو وسله والو د روانې مياشتې د ۲مې نېټې په شپه د دې ايالت د کاولو سيمې پر ۴ کليو بريد کړی او ۶۳ کورونو ته يې اور اچولی دی. نوموړي زياته کړه، چې پوليس او پوځ د پېښې ځای کې په زيات شمېر امنيت ساتوونکي ځای پر ځای کړي، او اوس اړوند ادارې د دې پېښې په اړه پلټنه کوي. (شکريه)