د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې په دې وروستيو ورځو کې د لوړې تودوخې او سيلابونو په شمول سختې هوا رامنځته شوي او د خلکو مال او ژوند ته زيانمنونه رسولي دي. د ډېرو هېوادونو د کارپوهانو په اند سخته هوا له اقليمي بدلون سره ټينګ تړاو لري او بېلا بېل هېوادونه بايد له نړيوال اقليمي بدلون سره مقابله وکړي.
د اقليم نړيوال سازمان سرمنشي پيتيري تالاس په روان دوبي کې په لويديځې اروپا کې د سختو بارانونو او سيلابونو د رامنځته کېدو عمده لامل اقليمي بدلون په ګوته کړی دی. نوموړي ويلي، چې د اقليمي بدلون د کموالي لپاره له اغيزمنو کارونو تر سره کولو مخکې به سخته هوا او طبيعي مصيبتونه نور هم زيات شي. هغه له بېلا بېلو هېوادونو څخه غوښتنه کړې، چې له اقليمي بدلون سره مقابله وکړي. تېکنالوژې د اقليمي بدلون مسئلې حلولی شي. مثلأ د کيمياوي سوان موادو کارونه بايد کمه شي، د برقي او بيوژيکي موادو د انرژيو له لارې بايد موټرونه وکارول شي. د اقليمي بدلون لپاره دا مهمې چارې دي چې موږ يې بايد ژر عملي کړو.