د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د طالبانو وياند ذبيع الله مجاهد د اګست په ۴مه نېټه پر خپلې ټويټر پاڼې د افغانستان د دفاع وزارت د سرپرست وزير بسم الله محمدي پر کور د هغه بريد پړه پر غاړه واخيسته چې يوه ورځ دمخه يې پرې کړی و.
نوموړي ويلي چې د طالبانو ځانمرګي بريدګر د موټر بم تر چاوېدنې وروسته د بسم الله محمدي کور ته ننوتل او د ده امنيت ساتونکو ته يې مرګ ژوبله واړوله.
( سپوږمۍ)