وانګ يي د چين د کورنيو چارو په اړه د امريکا او جاپان پر بې دليله خبرو نيوکه وکړه
CRI2021-08-05 09:33:20
شريکول:

 

د چين د دولتي شورا غړي او خارجه وزير وانګ يي د اګست د ۴مې نېټې په شپه د ختيځې اسيا د ۱۱مې دورې سرمشريزې غونډې د خارجه وزيرانو په غونډه کې د چين د شينجيانګ او هانکانګ د چارو په اړه د امريکا او جاپان پر بې دليله خبرو او د بشري حقونو په پلمه د دوی پر بې بنسټه تورونو سختې نيوکې وکړې. نوموړي په دغه غونډه کې په دوهم ځل د خبرو غوښتنه وکړه او د چين جدي دريځونه يې بيان کړل. 

هغه وويل چې شينجيانګ او هانکانګ د چين کورنۍ چارې دي. دا چې د امريکا په شمول ځينې هېوادونه د چين کورنيو چارو ته ګوته نيسي او پرې تورونه لګوي، په حقيقت کې دوی د نړيوالو اړيکو له بنسټيزو اصولو سره سرغړونه کوي. چين به د دغو هېوادونو له دغسې کړنو سره هميشه سخت مخالفت وکړي. 

 

( سپوږمۍ)