په بلژيک کې مېشتو چينايانو د هه نان ولايت سيلاب ځپلو ته بسپنه ټوله کړې
CRI2021-08-05 15:04:20
شريکول:

د چين په هه نان ولايت کې څه موده مخکې سخت سيلابونه رامنځته شول چې له امله يې ځايي خلکو ته د سر او مال زيانونه رسيدلي دي. د دغو سيلابونو په بهير کې د ميشته چينايانو پاملرنه راجلب کړې ده.

په بلژيک کې مېشتو چينايانو په دې وروستيو ورځو کې د هه نان ولايت له سيلاب ځپلو سره د مرستې په پار مرسته ټوله کړې او د اګست تر دويمې نيټې پورې يې ۴۲۰۱۰ يورو مرسته رغونډه کړې او بلژيک کې يې د چين سفارت ته سپارلې ده. د چين سفارت به دغه مرسته د هه نان ولايت خيره ټولنې ته وسپاري او ياده ټولنه به يې په اړمنو خلکو وويشي.