د آسيان مرستيال سرمنشي : د کوويډ-۱۹ د ريښې موندل دې د ساينس، حقیقت او نړيوالو همکاريو په رڼا کې تر سره شي
cri2021-08-05 11:24:01
شريکول:

د آسيان مرستيال سرمنشي کونګ فواک په يوې مقالې کې چې د اګست په ۴مه نېټه خپره شوې، ويلي چې د کوويډ-۱۹ د ريښې موندل دې د ساينس، حقيقت او نړيوالو همکاريو په رڼا کې تر سره شي او سياسي کړنې به د دې کار د واقعي موخې يعنې د ژوند ژغورلو په لار کې خنډونه جوړ کړي.

نوموړي ويلي، چې کوويډ-۱۹ د ټولو انسانانو ګډ دښمن دی، ټول زيانمن شوي هېوادونه دې د دې وبا ضد ګډه مبارزه وکړي. ( که يو کس وژغورل شي، نو په دې مانا چې ټول انسانان وژغورل شول )، دا د متقابل اعتماد او همکارۍ پر بنسټ د کوويډ-۱۹ ضد مبارزې اصل دی. چين په دې مبارزه کې تل له نورو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو سره نژدې همکارۍ ساتلې دي. د سږ کال په پيل کې، WHO او نړيوالو طبي پوهانو د کوويډ-۱۹ د ريښې موندنې په پار څېړنې تر سره کړې او په پايله کې دغې نتيجې ته ورسېدل، چې هيڅ داسې امکان نشته، چې کوويډ-۱۹ ويروس دې له لابراتوار څخه انسان ته ورغلی وي. د روغتيا نړيوال سازمان د يادې څېړنې پايلې ته دې درناوی وشي. (شکريه)