په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۱۹۹۴۶۶۲۱۱ ته رسېدلی
CRI2021-08-05 09:32:12
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، روغتيا نړيوال سازمان د اګست په ۴مه نېټه د يو لړ تازه شمېرو په خپرولو سره څرګنده کړه چې د منځنۍ اروپا پر وخت د اګست د ۴مې نېټې د مازديګر تر ۶ بجو او ۴۴ دقيقو پورې په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې په پرتله ۵۴۸۱۶۷ زيات شوی چې عمومي شمېر يې ۱۹۹۴۶۶۲۱۱ ته رسېدلی او د مړه شويو کسانو شمېر ۸۴۳۰ زيات شوی چې عمومي شمېر يې ۴۲۴۴۵۴۱ ته رسېدلی دی. 

( سپوږمۍ)