د کرونا وبا د نوې بڼې ډېلټا ضد د چين اوسني اقدامات او واکسين اغېزمن دي
CRI2021-08-06 11:16:04
شريکول:

د چين د روغتيا ملي کمېټې چارواکي هه چينګ هوا د اګست په ۵مه نېټه د دولتي شورا په يوه اړونده خبري ناسته کې څرګنده کړه، له يو لړ بهرنيو او کورنيو علمي څېړنو څخه څرګندېږي چې د ډېلټا په نوم د کرونا نوې بڼې د دغې وبا په بيولوژيکي ځانګړتيا کې اصلي بدلونه نه دي راوړي او د خورېدو سرچينه او لارې چارې يې هم نسبتاً معلومې شوې دي. په چين کې د کرونا وبا ضد اقدامات لا تر اوسه اغېزمن پاتې دي او د کرونا وبا ضد واکسين هم له دغې وبا څخه د خلکو د ژغورلو په برخه کې ښه رول لري چې د انسانانو په منځ کې د دغې وبا د خپرېدو خطرونه کموي، پر دغه وبا د اخته کسانو لخوا د ويروس د خپرېدو توان کمزوروي او پر دغې وبا د اخته کسانو د سخت حالت د رامنځته کېدو او د مړينې انډول په څرګند ډول ټېټېوي. 

( سپوږمۍ)