که امريکا پر تايوان وسلې وپلوري، چين به هرومرو سخت غبرګون وښيي
cri2021-08-06 15:26:17
شريکول:

د امريکا دفاع وزارت د اګست په ۴مه نېټه اعلان وکړ، چې د دې هېواد د بهرنيو چارو وزارت څو ورځې مخکې پر تايوان د ۷۵۰ ميليونو امريکايي ډالرو په ارزښت د وسلو پلورلو پلان منظور کړی دی.

امريکا د جوبايډن په مشرۍ د حکومت تر لوړې وروسته په لومړي ځل د چين پر تايوان د وسلو پلورلو پلان اعلان کړی دی. چين د امريکې دغه کړنه د دغه هيواد په کورنيو چارو کې څرګنده او سخته لاسوهنه او د يو چين د پېژندنې له اصولو او د چين او امريکا له دريو اعلاميو څخه سرغړونه بللې ده او کلک مخالفت يې ورسره ښودلی او ويلي يې دي، چې له حالاتو سره سم به قانوني او ضروري ځوابي تدبيرونه ونيسي.

د چين او امريکا ترمنځ د دريو ګډو اعلاميو په تېره بيا د 8.17 اعلاميې له مخې، امريکا دا منلې، چې تايوان د چين يوه برخه ده او يو چين پر رسميت پېژني او د چين ولسي جمهوريت د دې هېواد يوازینی قانوني حکومت دی. امريکا دا ژمنې هم کړې، چې د تايوان مسئلې تر حلېدو پورې به ګام په ګام پر دغې سيمې د وسلو پلور اندازه کمه کړي، خو برعکس څو ځلې يې د خپلو ژمنو خلاف کړنې ترسره کړي او اوس له تایوان سره د اړيکو د تش په نوم قانون لرلو په پلمه پر دغې سيمې وسلې پلوري، په دغې کړنې يې له چين څخه د تايوان د بېلتون غوښتونکو ته ناسمې نښې ورکړي، د تايوان تنګې سوله او ثبات يې ويجاړ کړي او د چين او امريکا ترمنځ اړيکو ته يې هم سخت زيانونه رسولي دي.

امريکا د جوبايډن په مشرۍ د حکومت تر لوړې وروسته نه يوازې د تايوان مسئلې په هکله خپلې پخوانۍ کرغېړنې کړنې نه دي سمې کړي، بلکې لا نورې خطرناکې هلې ځلې يې پيل کړې دي. د امريکا پوځي الوتکې ۳ ځلې تايوان ته تللې دي، پوځي بېړۍ يې ۷ ځلې له تايوان تنګې څخه تېرې شوي او اوس یې پر تايوان د وسلو پلورنې پلان منظور کړی دی. د امريکا دغه کړنې دا ښيي، چې دغه هيواد د تايوان تنګې د سولې او ثبات تر ټولو لوی ويجاړونکی دی.

تايوان د چين نه بېلېدونکې برخه ده، چين به امريکا ته هېڅ اجازه ورنه کړي، چې د چين له سرې کرښې سره ټکر وکړي او هېڅ بهرني ځواک ته به اجازه ور نه کړي، چې د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنه وکړي.

امريکا په دې وروستيو کلونو کې د چين د پرمختګ د هراړخيز مخنيوي د ستراتيژۍ تر لارښوونې لاندې د ايندو پاسيفيک ستراتيژي هڅولې، تايوان يې هم د دې ستراتيژۍ يوه برخه بللی او غواړي د تايوان په وسيله د چين د ابادۍ پر وړاندې خنډونه جوړ کړي. د تايوان د ديموکراتيک پرمختګ ګوند چارواکي هم غواړي، چې د امريکا تر ملاتړ لاندې په پوځي لارې له چين څخه جلا شي، خو دوی بايد په دې ښه وپوهېږي، چې پر امريکايي وسلو يوازې د تايوانيانو پيسې مصرفېږي، خو د تايوان د امنيت ساتلو لپاره به هېڅ رول ونه لري. د تايوان ځينو وګړيو هم د دې غندنه کړې او پر دې اند دي، چې امريکا يوازې د پیسو د ترلاسه کولو په موخه پر تايوان وسلې پلوري. د چين ستره برخه د تايوان تنګي د دواړو غاړو ترمنځ د اړيکو لارښوونکی حق لري. که د دغې سيمې وضعیت بدل شي، نو امريکا به ډېر ژر تايوان ته شا کړي.

چين به هرومرو رښتنی يووالی وساتي، هېڅوک او هېڅ ځواک د دغه تاريخي تمايل مخنيوی نه شي کولی. امريکا بايد خپلې ژمنې پوره کړي، د يو چين د پېژندنې اصولو ته دې درناوی او مراعات دې يې کړي او پر تايوان د وسلو پلورلو پرېکړه دې بېرته واخلي او له تايوان سره دې پوځي اړيکې پرې کړي. امريکا بايد د چين د حاکميت او د خاورې بشپړتيا د ساتلو په برخه کې د چينايانو او چيني پوځونو ټينګ هوډ او توان ته په سپکه سترګه ونه ګوري او له چين څخه د تايوان د جلا کېدو او بيلتون غوښتونکو څخه هر ډول ملاتړ به یې په سخت زیان تمام شي.