د لبنان ولسمشر: د هېواد پر جنوب د اسرائيل هوايي بمباري د امنيت شورا له پرېکړه ليک څخه سرغړونه ده
CRI2021-08-06 10:28:29
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د لبنان ولسمشر ميشېل اوون د اګست په ۵مه نېټه پر اسرائيل سخته نيوکه وکړه چې د م م د امنيت شورا له پرېکړه ليک څخه په ستوغې سرغړونې يې د لبنان پر جنوب هوايي بمباري کړې او د دغه هېواد ملي امنيت ته يې ګواښ کړی دی. 

نوموړي وويل چې دا له ۲۰۰۶ کال راهيسې د اسرائيل لومړی ځل دی چې د لبنان پر کليوالو سيمو يې هوايي بمباري کړې ده.

( سپوږمۍ)