وانګ يي د کرونا وبا ضد واکسين د همکارۍ نړيوال فورم د لومړۍ ويډيويي غونډې مشري وکړه
cri2021-08-06 10:45:08
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د کرونا وبا ضد واکسين د همکارۍ نړيوال فورم لومړۍ ويډيويي غونډه د اګست د ۵مې نېټې په شپه تر سره شوه. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ دغې غونډې ته پيغام ولېږه او د دغه هېواد د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د دې غونډې مشري پر غاړه درلوده.

وانګ يي په دې غونډه کې وويل، کرونا وبا لا هم په ټوله نړۍ کې د خپرېدو په حال کې دی. که نړۍ غواړي د کرونا وبا ضد مبارزه کې بريالۍ شي، نو ټول هېوادونه بايد د دې پر وړاندې يووالی وساتي.

نوموړي په خپلې وينا کې وويل، چې نړيوال دې د خلکو ژوند ته لومړيتوب ورکړي او ټولې نړۍ کې د واکسين د برابرولو لپاره دې هڅې وکړي.

عدالت په پام کې ولري او له پرمختيايي هېوادونو سره دې مرستې وکړي.

درېيم، پر څو اړخيزم دې ټينګار وشي او د نړيوالو همکاريو اغېزه دې لوړه شي.

څلورم، د کرونا وبا ضد مبارزې لپاره دې ډول ډول تدبيرونه ونيول شي.

د دې غونډې برخوالو استازو د کرونا وبا ضد مبارزه کې، په تېره بيا د واکسين برابرولو په نړيوالې همکارۍ کې د چين لارښوونکی رول وستايه او له چين څخه يې وکړه چې د واکسين برابرولو برخه کې يې خپله ژمنه پوره کړې او پرمختيايي هېوادونو ته يې د واکسين برابرولو لپاره ستر خدمتونه کړي دي. (شکريه)